PS

FemCenter – پښتو

afghanistan

محترمه ښځه!
آیا ته ډاریږی، تهدید کیږی یا وهل کیږی؟

آیا ته د خپل خاوند، یوځای ژوندکوونکی، ملګری، پلار اومور، ورورانو او خورانویا کوم بل خپلوان له خوا تر زور او خشونت لاندی نیول کیږی؟
آیا ته ډاریږی، تهدید کیږی یا وهل کیږی؟
آیا ته په زور کومو جنسی اړیکو ته مجبوره شوی یی؟
آیا ته د خپل ژوند په چارو کی ځان محدود احساسوی؟
آیا ته د دی خطر سره مخامخ یی چه تا په زور او بیله ستا خوښی نه واده کړی؟

د ښځو نوکریوال، فیم سینترFemCenter ته زنګ ووهه:

020-55 55 25

ته چه خپلوان، ملګری یا د کار ملګری یی، هم کولای شی مونږ ته زنګ ووهی.

مونږ ته زنګ وهل وړیا دی او د تیلفون په بیل کی نه لیدل کیږی.
مونږ د راز د افشا نه کولو مکلفیت لرو او ته کولای شی خپل نوم پټ وساتی.
ته کولای شی د سویډن د هر ځای نه مونږ ته زنګ ووهی.

مونږ تا ته د ډاډنی د خبرو، حقوقی مشوری، د مقاماتو سره د تماس مرستی، عملی مرستی او د اړتیا په صورت کی د حمایی د کور زمینه مساعده کوو.

مونږ چه په فیم سینتیر کی کار کوو، په څو ژبو خبری کوو او مونږ کولای شو ستا سره د ستا په ژبه مرسته وکړو.

مونږ کولای شو د ستا ملاتړ وکړو!
ښه راغلاست چه زمونږ سره تماس ونیسی.

مونږ د ډیرو کالو داسی تجربه لرو چه د هغو ښځو او جنکیانو سره چه د دوی په وړاندی د تاو تریخوالی نه کار اخیستل کیږی، مرسته کوو.

زمونږ نه ته کولای شی داسی مشوری په لاس راوړی چه ستا اوسنی حالت بدل کړی او ته وکولای شی پرمخ ولاړه شی.

داچه د مرستی کوم ډول کارونه باید ترسه شی، د ملاتړ او مرستی د اړتیا سره اړیکه لری.

د مرستی پیشنهاد، زمونږ د سرتاسری مرستنیږ تیلفون له لاری یا زمونږ په دفتر کی د لیدنو کتنو په بهیر کی، کیږی.

KANSLI

För allmänna frågor, konsultation, placering, medlemskap, donationer etc.

Kontor/fax: 040-23 87 00 (Vardagar kl 08-17)

E-post: info@femcenter.se

Postadress: Box 171 75, 200 10 Malmö

ANDRA SPRÅK / OTHER LANGUAGES

ShqipالعربيةBosanski/Hrvatski/SrpskiدرىEnglishفارسیKurmancîپښتوPolskiRomaniaf-SoomaaliسۆرانیไทยTürkçeاردوTiếng việt

FÖLJ OSS

Copyright © 2009-2024 FemCenter.se